په کندهار کي د ګوزڼ په وړاندي د واکسين کمپاين پيل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66080
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2016-02-16

په کندهار کي د ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندي درې ورځني کمپاين پيل سو او پر مهال به يې يو اعشاريه شپږ ميليونه هغه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو کلنو کم دي واکسين کړل سي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کمپاين د پيل پر مهال پر ټولو خلکو ږغ وکړ ، چي د دې ملي پروسې سره همکاري وکړي د کندهار د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمدالله فيضي خبريالانو ته وويل ، چي دا پروګرام په ليري پرتو ولسواليو کي هم په ښه ډول روان دی او زياتوي چي په جګړه کي ښکيلو غاړو د امنتي ستونزو د ليري کولو ژمنه ورکړې ده . د دې کمپاين پر مهال په کندهار کي يوازي ( ۵۳۲۰۰۰) ماشومان واکسين کيږي . د يادوني وړ ده چي روان کال په کندهار کي د ګوزڼ مثبتي پيښي يوازي يوه ده .