د هلمند خلک وايي، په دغه ولایت کې د پرله پسې جګړې څلور میاشتې پوره شوې او د دې پر ځای چې جګړه کراره یا ورکه شي لا پراخېږي او داسې ښکاري چې وسله والو ته تازه دمي کسان او وسلې رسېږي او کومه خطرناکه لوبه روانه ده.
یو شمېر هلمندیان وايي، د هېواد په نورو سیمو کې یخنۍ ګڼ طالبان تر هلمنده ور رسولي؛ خو یو شمېر نور بیا پر دې باور دي چې هلمند ته د امریکایانو تګ ته د بهانې جوړولو لپاره بهرنیو کړیو دغه جګړه دومره اوږده کړه.
دوی همداراز نیوکه کوي او زیاتوي چې تېرې څلور میاشتې په موسی کلا، سنګین، ګریشک، خانشین او نادعلي کې سختې جګړې دي؛ خو په پلازمېنه کې نه چا د مدني فعالانو غږ واورېد او نه هم دولتي چارواکو کړې ژمنې پلې کړې.
ولسمشر غني د هلمند جګړې ته په ولسي جرګه کې د هلمند استازي عبدالجبار قهرمان اپراتیفي مسوول وټاکه خو د خلکو په وینا قهرمان هم دغه جګړه کابو نه شوه کړی.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي نانی وايي، په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې امریکایان غواړي خپل لسګونه سرتېري هلمند ته ولېږي او د جګړې اوږدول ښايي د همدې لپاره وي چې د هغوی اوږدمهاله راتګ ته زمينه سازي وشي او افغان ځواکونه کمزوري معرفي شي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، په لومړي ځل څلور میاشتې وړاندې د تلې میاشتې په ۲۶مه نېټه څه باندې دوه سوه طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې پر لوی مانده سیمه برید وکړ او تر چانجیر او باباجي سیمې یې ونیولې چې له هماغې ورځې په نادعلي، سنګین، مرجع او بیا په ګرشک کې جګړې روانې دي او لا هم حکومتي ځواکونه د دې جګړې په کرارولو نه دي توانېدلي.
حاجي ناني همداراز زیاته کړه: ((د هلمند په جګړه کې پراته امنیتي ځواکونو سخت ستړي شوي، په ډېرو مواردو کې داسې پېښه شوي چې عسکرو له جګړې پرته خپلې پوستې طالبانو ته پرېيښې، دا هغه څه دي چې سړي ته د هلمند د جګړې په اړه نور شکونه پیدا کوي.))
دی نیوکه کوي او وايي کله چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې لږ نا امني شوه، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، مدني او سیاسي فعالانو او رسنیو نارې وهلې؛ خو د هلمند د څلور میاشتې پرله پسې جګړې پر ضد هېچا هم غږ اوچت نه کړ.
د هغه په باور، عبدالجبار قهرمان هم په یوه میاشت کې ونه توانېد چې په هلمند کې جګړه او وسله وال کابو کړي او د دې پر ځای چې هغوی وځپل شي، په هلمند کې تر ټولو لویه پوځي اډه هم د مخالفینو لاس ته ولوېده.
هلمند مېشتی خبریال زین الله ستانکزی وايي، د روانې څلور میاشتنۍ جګړې په بهیر کې سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښايي شمېرې یې هیچا هم نه وي ترلاسه کړې.
د هغه په باور، د هلمند د جګړې غځېدل د اندېښنې وړ ده او داسې ښکاري چې یوه لویه مافیا او هېوادونه د دې جګړې تر شا ولاړ دي او هره ورځ وسله والو ته تازه دمي کسان او نوې وسلې رالېږي.
د ستانکزي په وینا، په هلمند کې یو ډول ګونګ حالت واکمن دی او هېڅوک نه پوهېږي چې څه ډول لوبه روانه ده.
هغه زیاتوي، امنیتي ځواکونه د ټول هلمند د نیولو وړتیا لري؛ خو په مدیریت کې یې جدي ستونزې شته دي.
د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چې دوی په بېلا بېلو سیمو کې د مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات پيل کړي دي او دا مهال امنیتي ځواکونه د سنګین په بېرته نیولو بوخت دي.
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې همداراز زیاته کړه چې د سنګین په لاره به دېرش نوې امنیتي پوستې جوړې کړي؛ خو اوس دا لاره وسله والو پر ماینونو پوښلې نو ځکه چټک تګ پرې ناشونی دی.
د هلمند جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان هم تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې خپل پخوانی دریځ بدل کړی و او په وینا یې د سولې له لارې به د هلمند جګړه کراره کړي.
هغه له ټاکل کېدو وړاندې او د ټاکل کېدو په لومړیو ورځو کې ویل، وسله وال به د جګړې له لارې سخت وځپي.
هڅه مو وکړه د عبدالجبار قهرمان تازه نظر هم را واخلو خو بریالي نه شوو.
په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د ښه مدیریت لپاره په پوځ، پولیسو او نورو چارواکو کې ژور بدلونونه هم راغلل؛ خو جګړه تر اولې ورځې هم چټکه او پراخه شوې ده.