په سوریه کې محاصره شویو سیمو ته بشري مرستې استول کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66082
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-16

ملګري ملتونه وايي د سوريې حکومت څلورو محاصره شويو سيمو ته د بشري مرستو د لېږلو په اړه موافقه کړې ده. د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق وايي، د بشري مرستو د کاروانونو لېږد به ډېر ژر پيل شي. يو له هغو سيمو چې بشري مرستې به ور ولېږل شي مضايا ده، چېرته چې خلک له لوږې مري.د نړۍ ځواکمنو هېوادونه تېره اوونۍ په سوريه کې د اوربند او د بشري مرستو د لېږد په اړه پرېکړې ته رسېدلي وو. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډمېسټورا د سوريې په پلازمېنې دمشق کې له سوري چارواکو سره تر ليدو وروسته ويلي، "د سوريې حکومت دنده لري هر هغه څوک چې مرستو ته اړتيا لري لار ورته پرانيزي".