افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي. د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه پرون په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي څخه د ګډې خبري غونډې پرمهال وکړه.د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي استازی د ماشومانو د حقونو د خودیتوب په برخه کې د افغان حکومت اقدامات ستايي خو وايي، لا هم ډيرو نورو هڅو ته اړتیا شته. افغانستان او په خاصه توګه افغان ځواکونه په ۱۳۸۹کال کې د ملګروملتونو په هغه بدنامه لېست کې شامل شول چې ویل کېږي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې له قانوني سنه ښکته ماشومان جذب کړي دي. اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرملګرو ملتونو غږ کوي چې په دې برخه کې یې جدي اقدامات کړي او باید نوم یې له دغه لېسته وایستل شي.