د ولسمشر سلاکار عبدالعلي محمدي له دندې لرې شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66085
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-16

ولسمشر محمد اشرف غني خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي برطرفه کړی دی. د ښاغلي محمدي دنده د روان لمریز کال د لړم په دیارلسمه د کابل بانک له پخواني چارواکي او پوروړي خلیل الله فیروزي سره د سمارټ سیټي په نوم د یوه ښارګوټي د قرارداد د لاسلیکولو له کبله ځنډول شوې وه. خو ښاغلی محمدي وروسته له دې له کاره کاملاً ګوښه شو چې د سمارټ سیټي په اړه ټاکل شوي پلاوي خپل تحقیقات بشپړ کړل او محمدي یې په دې قضیه کې ګرم وباله