په ټلویزیونونو کې په احساساتي او دلخراش آواز دغه اعلانونه اورو چې د دولت وسله وال مخالفین په خلکو ظلمونه کوي د جهاد په پلمه خلک غولوي او د بې ګناه انسانانو وینې تویوي. بیا د هغو کسانو مرکې او خبرې هم اورو چې غولول شوي وو له نظام او هیواده مرور شوي وو او یو څه وخت یې د وسله والو په لیکو کې تیر کړی کله یې چې د هغوی انساني ضد او اسلامي ضد کړنې له نږدې لیدلې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په حقانیت باندې پوهیدلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دي.
بیا په دغو اعلانونو کې مرورو او غولیدلو هیوادوالو ته پیغامونه اورو چې له هغوی څخه غوښتل کیږي چې نور د وطن د دښمنانو په ناروا تبلیغاتو ونه غولیږي د جنګ او وینو تویولو پر ځای د سولې لاره غوره کړي او د اسلامی دولت ترڅنګ ودریږي او نور مرور وروڼه چې د هیواد د دښمنانو په زهرجنو تبلیغاتو غولیدلي هم پوه کړي او د سولې له بهیر سره یې یو ځای کړي.
زه چې مرورو او غولیدلو وروڼو ته دغه پیغامونه اورم شل دیرش کاله مخکې زمانې ته ستنیږم. هماغه ادبیات، هماغه احساسات او هماغه تبلیغات. ته به وایي د ببرک کارمل واکمني ده. اوه تنظیمونه په پاکستان کې او اته یې په ایران کې د حکومت پرضد جنګیږي. هغه وخت هم همدا تبلیغات و. هغه وخت هم دا اوسني واکمنان، اوسني وزیران، اوسني والیان او دا اوسني قوماندانان غولیدلي او مرور وروڼه بلل کیدل. یو شمیر یې د وطن او خلکو قسم خواره دښمنان بلل کیدل چې د پاکستان او ایران او د پردیو استخباراتو په اشاره خپل وطن ورانوي. دا نور غولوي او د خپلو خلکو او وطن پرضد یې استعمالوي.
باالاخره داسې زمانه راغله هغه خلک چې دښمنان بلل کیدل او هغه چې مرور وروڼه او غولیدلې هیوادوال ګڼل کیدل، دلته د واک او ځواک څښتنان شول. ددوی پرخلاف نورې ډلې راپورته شوې هرې ډلې د جنګیدلو لپاره خپل شعارونه او ارزښتونه لرل. هغه یې چې ددوی پرخلاف یې وسله راپورته کړې وه. د وطن اواسلام دشمنان ګڼل او د هغوی ترڅنګ جنګیدونکی کسان یې غولیدلي هیوادوال او مرور وروڼه بلل.
بیا هماغه شعارونه او هماغه تبلیغات. له مرورو وروڼو او غولیدلو هیوادوالو یې هیله کوله چې له خپل دولت سره یوځای شي. او نور د وطن د دښمنانو په ناروا تبلیغاتو ونه غولیږي.
دا خبرې، داشعارونه، دااحساسات او دا ډول تبلیغات څو څو ځله د مختلفو واکمنیو له خوا تکرار شول. دادی اوس بیا تکراریږي. دادی اوس بیا زموږ یو شمیر هیوادوال غولول شوي او دادی یو ځل بیا زموږ یو شمیر وروڼه مرور شوي دي.
نوره نړۍ پر مخ روانه ده هره ورځ د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته د ختلو نویو بریاوو ته رسیږي. او موږ دا څو لسیزي مرور پخلا کوو:
سپوږمۍ په منځ د آسمان راغله
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
چې یوه ډله پخلا نه، بلکې واک ته ورسیږي بله ډله مروره شي. دنیا په مخ روانه ده موږ مرور پخلا کوو.
په افغانستان کې نه یوازې تاریخ تکراریږي بلکې شعارونه هم تکراریږي. تبلیغات او احساسات هم تکراریږي. که اوس اوسنی حالت بدل شي. ممکنه ده چې بیا دا اوسني مرور ورونه شي. په واک کې شریک ځینې کسان چې اوس هم له خپلو دندو ګوښه شي نو بیا د مخالفت او آن ځینو خو غرونو ته د پورته کیدو خبرادری ورکوي.
لیرې نه ده چې ځینې جنګسالاران سبا بیا غرونو ته وخیږي یو شمیر یې قسم خوړلي دښمنان شي یو شمیر یې غولیدلي هیوادوال شي او یو شمیر یې مرور وروڼه شی او بیا بله واکمني هغوی ته زارۍ کوي چې د دښمنانو په تبلیغاتو مه غولیږئ، له غرونو راښکته شئ له خپل اسلامي حکومت سره یو ځای شئ.
زه چې اوس هم دا ډول تبلیغات دا ډول احساسات او دا ډول شعارونه اورم افسوس کوم. افسوس کوم چې هغه وخت به کوم وي چې موږ ونه غولیږو. هغه وخت به کله راځي چې موږ ټول سره پخلا یو او نور کوم مرور ورور ونه لرو.