بلخ کې خلک د سیمه ییزو پولیسو له کړنو خوښ نه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66102
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-19

د بلخ ولایت اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دې ځواکونو له غیر مسلکي او ناسم چلنده شکایت کوي.د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمه ییز پولیس تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلک وژني او له عام وګړو باج اخلي.له دې سره ـ سره چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو له رامنځته کېدلو سره د هیواد په یو شمېر سیمو کې امنیت خوندي شوی دی ، خو د هیواد په شمال کې بیا ډېری په دې باور دي چې د یادو ځواکونو قومانده د پخوانیو ټوپکوالو په لاس کې ده،چې ستونزې یې جوړې کړې دي.