د افغان دولت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل دا څرګندونې هلمند ولایت ته د یوه رسمي سفر پر مهال وکړې.
محمد ګلاب منګل او ورسره پلاوي یې نن د ۱۳۹۴ لمریز کال دسلواغې میاشتې په ۳۰ مه نېټه دې ولایت ته سفر وکړ.
له سرحدونو او قبایلو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هلمند ولایت ته د محمد ګلاب منګل د سفر موخه د ټاپي پروژې د پلې کېدلو په لپاره ولسي ملاتړ تر لاسه کول دي.
سرچینه دغه راز کاږي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر به په دې ولایت کې د پاکاستانیو پوځیانو د مداخلې په اړه هم څېړنې وکړي.
محمد ګلاب منګل د هلمند له والي اویو شمېر نورو سیمه یزو چارواکو سره په کتنه کې وویل: ((د قومي مشرانو او ولسي جوړښتونو له ملاتړ پرته د هرې پروژې پلي کېدل ستونزمن دي، موږ باید له عام ولس او امنیتي ځواکونو سره ګډ کار وکړو، ترڅو دغه ستره ملي اقتصادي پروژه له کوم خڼد پرته تطبیق کړو.))
د هلمند له والي ښاغلي مېرزاخان رحیمي له یاد پلاوي سره د کتنې پر مهال دوی ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه چې دې ولایت ته به د یاد لوړپوړي دولتي پلاوي سفر ډېرې لاسته راوړنې ولري.