د خلکو او سرچینو په وینا، بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شپني عملیات پیل کړي؛ خو حقوقپوهان او سیاسي شنونکي دغه کار د موجوده تړونونو او قوانینو خلاف عمل بولي او له حکومته غواړي چې دغه ډول عملیات په کلکه بند کړي.
د معلوماتو له مخې، بهرنیو ځواکونو دوه میاشتې وړاندې د زابل په خاک افغان کې شپني عملیات وکړل، ورپسې سرنوشت ورځپاڼې د ننګرهار له دوربابا ولسوالۍ داسې راپور خپور کړ چې بهرنیو ځواکونو هلته شپني عملیات کړي دي.
دغه راز د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو راپور خپور شوی؛ وړمه ورځ بیا د وردګو خلکو ادعا وکړه چې بهرنیو ځواکونو د دایمرداد ولسوالۍ په سیدانو تنګي کې پر یو روغتون شپني عملیات کړي دي.
د وردګو خلک وايي چې په دایمرداد ولسوالۍ کې وړمه شپه ترسره شوي عملیات بهرنیو ځواکونو کړي دي.
د وردګو د دایمرداد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدالرحمن سرنوشت ته وویل: ((د جلګې په تنګي سیدان سیمه کې پر یو روغتون چاپه بهرنیو ځواکونه اچولې او هلته یې څلور کسان چې دوه یې ټپیان وو ووژل.))
سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، د بهرنیو ځواکونو له لوري هر ډول خپلسري او یا یوازې عملیات کول د ټولو هغو تړونونو او قوانینو خلاف عمل دی چې افغانستان یې له بهرنیانو سره لري.
شاهین سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، داسې ښکاري چې بهرنیان په ځانګړي ډول امریکایان په دې وروستیو کې هغسې چلند نه کوي چې له افغانستان سره یې هوکړه کړې، دوی بیا هلمند ته سرتېري استوي، د داعش مبارزې په نوم هم افغانستان ته نوي عسکر رالېږي او په یو شمېر سیمو کې خپل سري عملیات کوي.
هغه وایي، د وردګو خلک ادعا لري چې د دایمرداد عملیات بهرنیانو کړي او ځکه هم له ولایتي ادارې سره نه وو همغږي شوي چې حکومت باید د دغسې عملیاتو مخه ونیسي او په کلکه یې بند کړي.
وړمه ورځ رسنیو د امریکا د استخباراتو د یوه پخواني جنرال له قوله داسې راپور خپور کړی چې امریکایان به پنځوس کاله نور هم په افغانستان کې جګړه کوي او د روسیې او چین لپاره به په افغانستان کې پراته وي.
د وردګو والي حیات الله حیات بیا وايي چې په دایمراد کې ترسره شوي عملیات له پلازمېنې افغان ځانګړو ځواکونو کړي او له دوی سره نه وو همغږي شوي.
حیات سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دغه عملیات بریالي وو او څلور طالبان په کې وژل شوي دي.
حقوقي کارپوه زاهد ساپی وايي چې د افغانستان او امریکا او افغانستان او ناټو تر منځ په شوو امنیتي تړونونو کې دواړو اړخونو په کلکه ژمنه کړې چې خپلسري او شپني عملیات به نه کوي.
ساپي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، بهرني ځواکونه د تړون په رڼا کې یوازې د افغان ځواکونو مرسته کولی شي چې هدف به هم افغان ځواکونه ورته ښيي.
هڅه مو کړه د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په اړه د ملي دفاع یا کورنیو چارو وزارت نظرونه هم را واخلو خو بریالي نه شوو.
ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، بهرني ځواکونه په هېواد کې ټول هوايي بریدونه له دوی سره په همغږۍ کوي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري څو ورځې وړاندې سرنوشت ته وویل چې کله د هېواد په کومه سیمه کې عملیات کېږي، افغان ځواکونه یې د همغږۍ له مرکز سره شریکوي او له هغه ځایه بیا هدف ټاکل کېږي او بهرنیان پرې هوايي برید کوي.