په ترکیه کې د چهارشنبې ورځې د چاودنې پړه د کوردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې پر غاړه اخیستې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66107
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-19

د کوردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې د چارشنبې په ورځ د ترکيې پلازمېنې انقرې کې د شوې چاودنې پړه منلې ده. دې چاودنې کې ٢٨ کسان وژل شوي او لسگونه نور ژوبل شوي وو. چاودنې کې پوځي موټرې چې سرتيري يې لېږدول په نښه شوي وو. دې ډلې ويلي دي چې " دا بريد يې د ترکيې په جنوب ختيځ کې د پوځ لخوا د کردانو پرضد د عملياتو په ځواب کې کړى دى.