د بغلان والي عبدالستار بارز وويل چې د برېښنا شرکت د انجنيرانو او تخنيکي کارکوونکو ټيم سيمې ته رسېدلى او د کابل د برېښنا لاينونه يې سره نښلولي دي. خو نوموړي وويل، چې د تخنيکي ستونزو له امله دمګړۍ کابل ته برېښنا نه ده خوشې شوې او کېداى شي تر ماخوستن پورې برېښنا خوشې شي.