د وردګو خلک: د امنیتي ځواکونو له لیکو دې مغرض او فاسد کسان و ایستل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66112
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-20

د وردګو خلک وايي، وړمه ورځ افغان پوځیانو یو ځل بیا د سیداباد په مملو کلي کې یو نهه کلن ماشوم له جګړې پرته په نښه کړ او ویې واژه، د دوی په خبره په دې سیمه کې پراته پوځیان له خلکو سره عقدوي، سمتي او ژبنی چلند کوي. د سیداباد په اوتړیو کلي کې هم دوه میاشتې وړاندې پوځ په داسې حال کې لس ماشومان په یوه توغندي په نښه کړل چې د جومات مخې ته راټول شوي وو، چې هغه دوسیه لا هم پر خپل ځای پرته ده. که څه هم د وردګو له ولایته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولایتي اداره به د مملو د پېښې په اړه څېړنه وکړي؛ خو زیاته کړې یې ده چې پوځ په یاد وخت کې ډزې نه دې کړي؛ خو د خلکو د احساساتو د غلي کولو لپاره په هماغه شېبه پیره پوځي نیول شوی دی. د سرنوشت خبریال د همدې پېښې د لا روښانتیا لپاره تېره ورځ یادې سیمې ته تللی و او نوموړي ته د وژل شوي ماشوم پلار ويلي چې زوی یې د پوځ له پوستې ویشتل شوی دی. فضل الربي نومی کس وايي، زوی یې په داسې ځای کې په نښه شوی چې تېر څو کاله نه پرې طالب تېر شوی او نه په دغه ځای کې جګړه شوې ده. هغه وايي، په سیمه کې پراته پوځیان له خلکو سره عقدوي چلند کوي او قصداً یې د نوموړي زوی په نښه کړی دی. دغه ماشوم خپل کور ته څېرمه د کروندې په یوه پټي کې بوخت و چې یوازې یوه مرمۍ ویشتل شوی، او دغه پټی د پوځ یوې پوستې ته مخامخ پروت دی چې له هغه ځایه د وسله وال او بې وسلې کس تشخیص په سترګو په اسانۍ سره کېدای شي او د سیمې خلک وايي، پوځ پوهېږي چې دلته هره ورځ ماشومان ښکته او پورته کېږي. د اوتړیو د پېښې د قرباني ماشومانو خپلوان بیا وايي چې د دوی د زامنو د قتل په تور نیول شوي پوځیان لا هم نه دي محاکمه شوي. حاجي بادام ګل د هغو دریو ماشومانو پلار دی چې دوه میاشتې وړاندې د پوځ د یوه توغندي د لګېدو له مله ووژل شو او دی وايي، د دې پېښې دوسیه لا هم پر خپل ځای پرته ده. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له دوی سره ولسمشر او د وردګو والي ژمنه کړې وه چې د پېښې دوسیه به په علني ډول څېړل کېږي؛ خو تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی په کې راغلی. د سیداباد ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمد رحیم وايي، دفاع وزارت باید د پوځ له لیکو مغرض او فاسد اشخاص وباسي. دی وايي، په سیداباد او چک ولسوالۍ کې پراته پوځیان له خلکو سره عقدوي چلند کوي او دا کار د خلکو او حکومت تر منځ واټن نور هم زیاتوي او خلک پر ټول پوځ بې باوره کوي، په داسې حال کې چې مغرض او مفسد اشخاص د ګوتو په شمېر دي. د ملي دفاع وزارت د نظر اخیستلو هڅه مو هم وکړه چې بریالي نه شوو؛ خو تر دې وړاندې د وزارت ویاند دولت وزیري سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي وو چې د سیداباد د اوتړیو په پېښه کې ښکېل کسان به محاکمه کوي؛ خو دا کار تر اوسه نه دی شوی. والي حیات الله حیات بیا دوه اونۍ وړاندې سرنوشت ته ویلي وو، د دې لپاره چې د اوتړیو پېښه په سم ډول وڅېړل شي، نو ځکه یې دوسیه لا هم محکمې ته نه ده تللې.