پاکستان په دغه هېواد کې د اقتصادي عوایدو د نشتوالي او پورونو د ډېرېدلو له امله مجبور شوی دی چې خپل یو شمېر دولتي شرکتونه خرڅ کړي. رویټرز خبري اژانس وایي چې، د پاکستان د اوسپنې میلونه یو له هغو شرکتونو څخه دی چې حکومت د خرڅولو له پاره وړاندې کړی دی خو پېرودونکی ورته نشي پیدا کولی. اژانس زیاتوي چې، یو وخت دغه میل د پاکستان د اړتیا وړ نیمایي اوسپنیز توکي تولیدول خو اوس په پورونو کې ډوب او د کراچۍ د ښار په لمنو کې په ټپه ولاړ دی. د پاکستان د اوسپنې میلونه شرکت ۳.۵ زره میلیونه ډالر پوروړی دی او هره اونۍ پنځه میلیونه ډالر تاوان کوي. د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې دغه شرکت ته ۲ زره میلیونه ډالر ور تزریق کړل چې که په خپل حال یې وساتي خو بیا هم پاتې راغی او اوس د پاکستان د خصوصي سکټور اداره وایي چې نشي کولی چې نورې پیسې پرې ولګوي.