د سوریې د وسله والو مخالفینو لوی ائتلاف وايي موقت اوربند ته اماده دي، خو یوازې په دې شرط چې روسیه خپل هوايي بریدونه او د اسد حکومت د سوریې ـ ترکیې په سرحد خپل تعرضي عملیات ودروي. د سوریې د وسله والو مخالفینو ائیلاف چې د مذاکراتو د عالی کمیټې په نامه یادیږي د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې غونډه وکړه. ائتلاف وویل چې د موقت اوربند احتمال شته او په روسیې یې انتقاد وکړ چې نه غواړي په اوربند عمل وکړي. د سوریې د مذاکراتو عالی کمیټې وویل چې که چیري ملګري ملتونه د اوربند ضمانت وکړي او بشري مرستې ورسوي نو دوی به مواقت اوربند ومني.