د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې د سولې په اړه راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې په دې غونډه کې به له طالبانو سره د مستقیمو خبرو له امکاناتو سربېره په نورو اړوندو مسایلو هم بحث وشي. ښاغلی مستغني وايي، هیله من دی چې د فبرورۍ تر وروستیو پورې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته نېټه وټاکل شي. ټاکل شوې چې د افغانستان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه د کب د میاشتې په څلورمه په کابل کې جوړه شي.