د ارزګان په مرکزي زندان کي د يوه زنداني او د زندان د ساتونکو تر منځ په نښته کي يو پوليس وژل سوی او د محبس د مدير په ګډون دوه تنه ټپيان سوي دي .
پيښه تيره شپه د ترينکوټ په زندان کي هغه وخت رامنځ ته سول ، کله چي يوه زنداني د محبس د مدير له ساتونکي وسله واخستل او پر هغوی يې ډزي وکړې .
يوه باوري سرچينه وايې چې په دې پيښه کي يو ساتونکی وژل سوی او د محبس د مدير په ګډون يو بل ساتونکی ټپي دی .
د دې ولايت د امنيت امر رحيم الله خان په زندان کي شخړه تايدوي خو مرګ ژوبله ردوي ، نوموړی وايې چې د زندانيانو له لوري د محبس مدير خليل الرحمن ډبول سوی دی خو نښته او ډزي نه دي سوي ، نوموړی وايې چې د پيښي په اړه نوري پلټني رواني دي .
.