په کندهار کي د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکه نسکوره سوې ده .
پيښه تير ماښام په هوايي ډګر کي رامنځ ته سوې ده . د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د هوايي لوا قوماندان عبدالرازق شيرزی وايې ، چي الوتکه د تخنيکي ستونزي له امله نسکوره سوې ده .
امریکايي چارواکو هم د کندهار په هوايي ډګر کي د خپلي يوې بې پيلوټه الوتکي نسکوريدل منلي دي او زياته کړي يې ده ، چي الوتکي تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه