محمد ګلاب منګل:دنیمروز دخلکو ستونزې به تر اړوندو مراجعو ورسوم.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66120
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-20

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل وايي،چې نیمروز ته یې د سفر موخه دا ده چې د خلکو ستونزې له نږدې وڅېړي. له سرحدونو او قبایلو چارو وزرات نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې محمد ګلاب منګل او ملګری پلاوی یې، نن شنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته ورسېد. خبرپاڼه زیاتوي،چې ښاغلي منګل په نیمروز کې د دغه ولایت له والي انجینر محمد سمیع،د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسېون ریس الحاج محمد نادر بلوڅ، لوړپوړوچارواکو، قومي مشرانو او مدني فعالانو سره وکتل. ګلاب منګل دې ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل،چې((زه د افغان ولسمشرپه لارښوونه دلته راغلی یم، ترڅو له تاسو سره وګورم اوستونزې اړوندو مو ادارو ته ورسوم)) ښاغلي منګل ډاډ څرګند کړ، چې امنیتي ځواکونه به هیڅکله مخالفینو ته اجازه ورنکړي چې په دغه ولایت کې ترهګرې کړنې ترسره کړي او هغه ورځ به لرې نه وي چې ستاسو په ریښتینو او نه ستړي کیدونکوهڅو سره په هېواد کې سوله تامین شي.