د کورنيو چارو وزارت د بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ کې د ٢٣ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.هغه خبرپاڼه چې نن د دغه وزارت له لوري خپره شوې کاږي چې ياد شمېر وسله وال د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د ارګو ولسوالۍ اړوند سيمو کې وژل شوي او ټپيان دي.سرچېنې زياته کړه چې ٩ نور طالبان له يو اندازه پوځي مهماتو سره د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او د ارګو ولسوالۍ ټول کلي په دغو عملياتو کې چې دا مهال پاى ته رسېدلي دي.