په نیمروز کې د ټاپي پروژې ملاتړ غونډه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66123
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-21

دا غونډه په نیمروز ولایت کې نن یکشنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د کب د میاشتې په دویمه نېټه،دې ولایت ته دسرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محمد ګلا ب منګل د کاري سفر پرمهال وشوه. غونډه د( ټاپي پروژې په تطبیق کې د نیمروز ولایت د ولسونو ملاتړ) تر عنوان لاندي جوړه شوه،چې په کې د نیمروز والي انجینر محمد سمیع،د ولسمشر سلا کارعبدالکریم براهوي، د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسېون ریس الحاج محمد نادر بلوڅ، دولتي چارواکو،قومي مشرانو،مخورو،دیني عالمانواو مدني فعالانو ګډون کړی وو. د سرحدونواو قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل غونډې ته په خبرو کې وویل، دهېواد پرمختګ او ثبات هغه وخت شوني دي،چې ولسونه د دولت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي،چې د اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د هوساینې لپاره یې ترسره کوي. محمد ګلاب منګل زیاته کړه :(( دلته چې تاسو درانه مشران او مخور د ټاپې له سیمه ییزې پروژې څخه د ملاتړ لپاره راغلي یاست موخه مو دا ده، چې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدو اود ټاپي پروژې دنل لېکې غځېدوته، چې هیواد ته ستر اقتصادي ارزښت لري لاره هواره کړو. د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر سپارښتنه وکړه،چې قومي مشران ديله خپله نفوذه ګټه واخلي،پخپل ټول ځواک سره دي د ټاپې پروژې دعملي تطبیق لپاره هڅې وکړي. وروسته د نیمروز والي انجینرمحمد سمیع د سیمې هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا لپاره او د داسي پروژو پلې کول مهم وبلل او په دې اړه یې د هر راز هڅو ډاډ ورکړ.