کندهار : ۴۸۷ تنه پوليس افسران له مسلکي زده کړو فارغ سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66124
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-02-22

په کندهار کي د پوليسو د روزنيز مرکز څخه په سلګونه پوليس فارغ او خپلو دندو ته واستول سول . چارواکي وايي چي دغه پوليسو ته شپږ مياشتني مسلکي زده کړي ورکول سوي . دا د کندهار زابل او اروزګان ولايتونو د پوليس افسرانو هغه لومړۍ ډله ده چي د دوولسم ټولګي او د پوهنتون په کچه يي زده کړي کړي دي . دوي وايي چي شپږ مياشتي يي دپوليسو په روزنيز مرکز کي د اسلحو د استعمال ، تلاښۍ کولو او د خلکو سره د ښه چلند زده کړي تر لاسه کړي . د کندهار امنېه قومندان جنرال عبدالرازق د پوليسو دفراغت په مراسيمو کي وويل چي دغه ۴۸۷ پوليس افسران چي د جنوبي ولايتونو اوسيدونکي دي په کندهار ښار او ولسواليو کي به دندي ترسره کړي . د کندهار امنې قومندان دغه راز وويل چي په تيرو ۱۴ کلونو کي دکندهار د پوليسو تشکيل کم وو خو اوس ددغه نوو فارغه سوو افسرانو سره دغه ستونزه حل سوه.