په کندهار کي ميشتو خبريالانو د کندهار له ولايتي ادارې معلوماتو ته د لاسرسي او د خبريالانو او رسنيو د خونديتوب دپاره د امنتي کميسيون د جوړيدو غوښتنه وکړه .
غونډه چي په کندهار کي د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې له لوري رابلل سوې وه ، د کندهار ولايتي ويآند ، د ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ استازو ، د کندهار د اطلاعاتو کلتور رييس ، د پريس کلب مشرتابه او کندهار ميشتو خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ګډون پکښي کړی وو .
د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې سيمه ايز مسوول احمد لودين د ولس مشر هغه حکم تشريح کړ چي د خبريالانو په وړاندي يې د امنتي خونديتوب او معلوماتو ته د لاس رسي د اسانتياوو په برخه کي صادر کړی دی .
لودين د کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتي چارواکي مسوول وګڼل چي نوموړی فرمان عملي او په دې برخه کي خپل مسووليت تر سره کړي .
نوموړي ټينګار وکړ چي د خبريالانو ژوند ته دي جدي پاملرنه وسي څو له دې لاري هغوی خپله دنده په ډاډمنه توګه سرته ورسوي . په کندهار کی د نی د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل او د کندهار پريس کلب مشر سيدسرور اماني هم د دې موضوع ملاتړ وکړ او په دې برخه کي يې د ولايتونو د چارواکو جدي توجه وغوښتل .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ، د اطلاعاتو او کلتور رييس حضرت ولي هوتک او د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني په دې برخه کي خبريالانو ته بشپړ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چي په دې برخه کي ټولو نظامي مسوولينو ته په رسمي ډول خبر ورکوي .
په وروستيو کي پريکړه وسوه چي د خبريالانو د امنتي کميسيون د عملي کار دپاره به ګډ ميکاينزم جوړيږي او روانه اونۍ به د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي هم د جوړيدونکي کميسيون لمړنۍ ناسته هم کيږي .
په هيواد کي د خبريالانو په وړاندي امنتي تهديدونه ورځ تر بلي د ډيريدو په حال کي دي او د امنتي چارواکو څخه يې د لازمو اقداماتو جدي غوښتني کيږي .