د هېواد ځیني زندانونه د ماتېدو له جدي ګواښ سره مخ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66127
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-22

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د هېواد د دوو ولایتونو غزني او کندوز ستر زندانونه طالبانو مات او سلګونه زندانیان یې ترې خوشي کړل، خلک د یو شمېر نورو ولایتونو پر زندانونو هم بې باوره دي او همدا راز د زندانونو د معیاري کېدو غوښتنه کوي. یو شمېر حقوقپوهان بیا وايي، نه یوازې دا چې د هېواد ګڼ زندانونه معیاري نه دي، بلکې د زاندانیانو حقوق په کې تر پښو لاندې کېږي یا هم کوچني مجرمین په زندان کې پر لویو بانډونو بدلېږي. د سرنوشت ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د زابل، غور، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو زندانونه هر شېبه د ماتېدو له ګواښ سره مخ دي. حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس وايي، په ټول افغانستان کې څو د ګوتو په شمېر زاندانونه په معیاري ډول جوړ شوي چې په هغو کې هم د زندانیانو حقوق تر پښو لاندې کېږي او ورغلي کوچني مجرمین د دې پر ځای چې هلته تادیب شي، د زندان دننه لوی بانډونه جوړوي او کله چې خوشي کېږي ټولنې ته نوی سرخوږی جوړوي. دادرس سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په ولایتونو کې پر زندانونو هېڅ باور نشته او هره شېبه یې د ماتېدو او ترې د زاندنیانو د تېښتې وېره موجوده ده چې د تېښتې دغه وېره د غزني او کندوز د زندانونو ماتونې پر حقیقت بدله کړه. دی وايي، د کابل د څرخي پله زندان په شمول ګڼ زندانونو معیاري نه دي او یا هم له زندانیانو سره په کې ناوړه چلند کېږي چې د ترهګرو، جنايي مجرمینو او په کوچنیو جرمونو د نیولو شوو زندانیانو په یو ځای کې ساتل یې د حقوقو تر پښو لاندې کولو ښه بېلګه ده. د هغه په باور، زندان د دې لپاره جوړ شوی وي چې مجرمین په کې اصلاح شي؛ خو په افغانستان کې ګڼ کسان له زندان وروسته پر لويو مجرمینو بدلېږي. دادرس دغه راز زیاتوي، ولسمشر غني هم په خپله هغې ژمنه کې پاتې راغی چې په ۷۶ نمبر فرمان کې یې ویلي وو، په دریو میاشتو کې به د هېواد د ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړل شي او هغه کسان چې د بند موده یې پوره شوې او په زندان کې دي له زندانه به خوشي شي؛ خو دغه کار هماغسې ژمنه پاتې دی او لسګونه کسان اوس هم بې ګناه په افغان زندانونو کې پراته دي. د کابل له څرخي پله زندان څخه د حبیب خان په نوم یوه زنداني بیا سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې په څرخي پله زندان کې د زندانیانو ډوډۍ، روغتیا او نظافت ته هېڅ پام نه کېږي. ده وویل: ((له موږ سره په یوه اتاق کې د قتل په تور نیول شوی کس پروت دی چې په پنځلس کاله بند محکوم دی، د طالبانو په تور نیول شوی کس هم راسره دی چې پر پنځه کاله بند محکوم دی، یو بل دولتي مامور چې تر ليسانس کچې زده کړې لري او په شپږ میاشتې بند محکوم شوی هغه هم پروت دی، دغه کار ماته د زندان اصول نه ښکاري چې هر ډول خلک په یو اتاق کې وساتل شي.)) د غور ولایت مدني فعالان وايي چې په زندان کې پر ساتل کېدونکو کسانو باور نه لري او هره شېبه ډارېږي چې له دغه زندان به کسان خوشي کېږي. مدني فعال عبدالبصیر مصباح وايي، په غور کې د لسګونه کسانو د قتل په تور یو کس نیول شوی چې ملا عبدالرحمان نومېږي؛ خو موږ هره شېبه ډارېږو چې دغه کس به له زندانه خوشی شي یا به وتښتي. په دې اړه مو وغوښتل چې د زندانونو د عمومي مسئول او یا هم د کورنیو چارو د وزارت نظر ولرو، خو له بار بار اړیکو نیولو وروسته هم ورسره په خبرو کولو بریالي نه شوو. د یادونې ده، څو کاله مخکې د کندهار زندان هم مات شو او ګڼ مهم بندیان ترې د یوه لغم له لارې خوشي شول.