پېټر لي: په افغانستان کې مو ځواکونو مشخصه ستراتیژي نه درلوده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66129
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-22

د اسټرالیايي ځواکونو پخوانی افسر او د کامبیرا پوهنتون د نړیوال امنیت د انسټیټیوټ مشر پېټر لي وايي چې په افغانستان د دغه هېواد ځواکونو مشخصه ستراتيژي نه درلوده او ځیني جزئیات ترې پټ ساتل کېدل. هغه دغه څرګندونې په خپلې یوه خپرې کړې لیکنې کې کړې دي. دغه پخواني استرالیايي افسر ويلي چې په افغانستان کې جګړه د القاعدې، طالبانو او د هغو د ملاتړو پر وړاندې وه، خو د دې پر ځای چې هغه وځپو موږ خپله له دغه هېواده ووتلو، په داسې حال کې چې په دغه هېواد امنیتي حالت ورځ تر بلې په خرابېدو و. هغه زیاته کړې چې د دوی ځواکونه لکه څنګه چې په عراق کې له خلکو سره اوږه په اوږه همکاري کوله، په افغانستان کې هغسې ونه شول او ډېری وخت ترې د جګړې رپوټونه ورکول کېدل. پېټر ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا د دوی د ۳۰ زره سرتېرو پر شتون او لاسته راوړنو لا هم د استرالیا ولس نه پوهېږي چې هلته د دوی موخه څه وه. هغه دغه راز ویلي تر پنځلسو کلونو وروسته هم د افغانستان په حالاتو کې هېڅ کوم پرمختګ نه دی راغلی، د طالبانو تر څنګ داعش وسله واله ډله هم پیدا شوې چې دغو ټولو مواردو ته په کتو دا پوښتنه پيدا کېږي چې نړیوال ځواکونه د څه لپاره افغانستان ته تللي وو؟ سره له دې چې په خپلو موخو کې چې د طالبانو او القاعدې ځپل وو، نه دي بریالي شوي.