روسیه او امریکا په سوریه کې پر اوربند پرېکړې ته رسېدلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66131
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-22

د يوه پلان د مسودې له مخې روسيه او امريکا په سوريه کې د اوربند په تړاو يوې پرېکړې ته رسېدلي او دغه اوربند به د فبرورۍ له ۲۷ نېټې پيلېږي. داسې ښکاري چې د اوربند وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف تر ليدنې وروسته ټاکل شوی دی. د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه د نړيوالو او د منځني ختيځ ځواکمنو هېوادونو تر منځ د سوريې د جګړې پر سر خبرې شوې وې خو تر دې مهاله اوربند ټينګ نه شو او د جمعې ورځې ټاکل شوی وخت هم تېر شو. په سوريه کې دننه لا هم تاوتريخوالی او شخړې روانې دي. د يکشنبې پر ورځ په حمص او د مشق کې د بمې بريدونو له امله ۱۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي و. سوري په جګړو کې تراوسه له ۲۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي، شاخوا ۱۱ ميليونه بېځايه شوي او ۴ ميليونه نور له هېواده بهر وتلي دي.