د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د پوهني بهير له ستونزو ډک دی او ماشومان په سړه هوا کي تر ونو لاندي او د کورنو د ودانيو پر بامونو باندي زده کړي کوي .
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی عبدالرحيم ايوبي دا حالت دردوونکی بولي ، د پوهني رياست په دې برخه کي مرکز په ناغيړي او نه پآملرنه تورنوي .
پنحوايي دا مهال يوه امنتي ډاډمنه ولسوالي ده ، خو نوري چاري پکښي د ستونزو ډکي دي .
دلته د پوهني بهير زيات دردوونکی دی ، ښوونځي ودانۍ نه لري ، زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي يخ او ګرمۍ ته زده کړي کوي ، درسي توکي يې کم دي او د تيرو اووه مياشتو راهيسي يې ښوونکو ته معاشونه هم نه دي ورکړل سوي .
د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي د دې ولسوالۍ ليري پرتي سيمي زنګي اباد ته ولاړ ، هغه د خلکو ستونزو ته په کتو سره د پوهني بهير خورا دردوونکی وباله او په دې برخه کي يې مرکزي اداره د کندهار سره په توپيريز چلند تورنه کړه .
ايوبي وويل ، چي مرکزي ادارې هر وخت د کندهار سره سيمه ايز او توپيريز چلند کړی دی ، چي له امله يې د خلکو ستونزي ورځ تر بلي زياتيږي .
ايوبي وويل ، چي دا موضوع به د مرکزي چارواکو سره جدي نيسي .
د کندهار د پوهني رييس اينجينر عبدالقادر پيوستون وايې ، چي د ودانيو د جوړيدو ، د ښوونکو د تنخواګانو او د درسي توکو او کتابونو د کمبود په اړه يې په وارو وارو وزارت ته پيشنيهادونه ليږلي دي خو هغوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی .
نوموړی وايې ، رياست چي څومره امکانات لري هغه يې هغه يې نه دي سپمولي او د ښوونکو د معاشونو په اړه يې وايې ، چي ادارې يې د کندهار په کچه ( ۱۳۰۰ ) تنه ښوونکي په حق الزحمه نيولي خو تر اوسه يې منظورۍ نه دي راغلي او له دې امله يې تنخواګاني هم نه دي اجرا سوي .
پنجوايي ټولټال ۴۵ بابه ښوونځي لري چي شل يې تړلي دي ، دلته پخوا ناامني لويه بهانه وه خو اوس مهال په ټوله ولسوالي کي امنيت په بشپړ ډول تامين دی .
د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ايوبي د ولسوالۍ ملکي او امنتي چارواکو ته د ښو دندو د اجرا کولو په بدل کي ستاين ليکونه هم ورکړل .