د کندهار ولايت مقام د دې ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د ګمرک مدير او د خروجي او دخولي دروازو مسوولين د اداري فساد په تور نيولي دي .
سرچيني وايې چې په دې سره د والي او امنيه قوماندان تر منځ ژور اختلافات راغلي دي او د جنرال عبدالرازق په امر د والي له لوري ليږل سوی دوهم پلاوی سرحدي پوليسو د ساتونکو سره يو ځای نيولی او زنداني کړی دی .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي نيول سوي کسان هغه پلاوي نيولي چي د فساد او دولتي عوايدو د غلا شواهد يې پر پيدا کړي دي .
نوموړی وايې چي د سپين بولدک ولسوالۍ په ګمرک کي پراخ فساد دی او دولتی عوايد يې شخصي جيبونو ته ځي خو د کوم کس نوم نه يادوي .
والي او قوماندان ته نژدې سرچيني وايې ، په دې سره د والي او امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق تر منځ اختلافات راغلي دي او د والي له لوري ټاکل سوی پلاوی او ساتونکي يې د قوماندان په امر نيول سوي دي ، خو چارواکي اختلافات ردوي .
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، يو شمير کسانو چي خپل سري وسله وال ورسره وه او هڅه يې کول چي د بولدک ګمرک ته ننوزي د پاسوال عبدالرازق په امر نيول سوي او د داخليدو مخه يې نيول سوې ده ، خو د هويت له څرګندولو يې ډډه کوي .
نوموړی تور لګوي چي يادو کسانو د ګمرک د چارو د خنډ او ګډوډۍ هڅه کول چي مخه يې ونيول سوه .
باوري سرچيني وايې چې د ولايت مقام له لوري نيول سوي کسان د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق ته نژدې کسان دي ، او نوموړي يې په غبرګون کي د ولايت مقام پلاوی د ساتونکو سره نيولی دی ، خو ولايت مقام د دوی د پلاوي نيول ردوي
ولايت مقام وايې چي د سپين بولدک ولسوالۍ په ګمرک پراخ فساد او په يوه ورځ هغه پنځلس موټره نيول سوي چي دولتي محصول يې نه وو ورکړی ، د والي وياند د کندهار د ګمرک رييس هم په دې فساد کي ښکېل بولي .