د « ملي موخه» په نوم کتاب چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66134
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-25

د نامتو لیکوال او د علومو اکاډمۍ د غړي استاد حبیب الله رفیع نوی کتاب شو. د « ملي موخه» په نوم د کتاب د سر په خبرو کې لیکوال لیکي چې کتاب یې د روانو پیښو او حالاتو تر سیوري لاندې او د ملي نظر د لرلید په رڼا کې لیکلی دی. د لیکوال په باور په کتاب کې د هیواد د نن، پرون او سبا په اړه پر معلوماتو او نظریاتو سربیره، د ګڼو پیښو شالید څیړل شوی دی. د کتاب په لومړیو دریو مقالو کې د ملي مفکورې، د افغانستان د ملي جوړښت او یووالي په اړه بحث شوی دی. کتاب په ۲۱۶ پاڼو کې په ښه کیفیت او سپین کاغذ د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی. مینوال کولای شي دغه کتاب له اکسوس کتاب پلورنځي څخه د ۱۲۰ افغانیو په بدل کې تر لاسه کړي .