واشنګټن پست ورځپاڼه د هینلي اېنډ پارټنرز په نامه د استوګنځي او تابعیت د پلانولو د یوې موسسې له قوله لیکي چې د افغانستان پاسپورټ د بې وېزې سفر کولو د امتیاز په پام کې نیولو سره تر ټولو لږ چانس لري، او وایي چې دا اوم کال دی چې د افغانستان پاسپورټ دغه ځای نیسي. البته کله ناکله ترې جنوبي سوډان او فلسطین وړاندې وروسته کېږي. جنوبي سوډان یو ځوان او نوی رامنځته شوی هېواد دی چې په ۲۰۱۱ کال د سوډان له وېش څخه را وتلی ، په داسې حال کې چې فلسطین ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی او ډېر هېوادونه لا ورته یوازې د فلسطینیانو ځمکې کلمه کاروي. ویل کېږي چې هینلي اېنډ پارټنرز موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی له ۱۱ کالو راهیسې د پاسپورټونو درجه بندي ترسره کوي او له ۲۰۱۰ کال راهیسې افغانستان د هغوی د پاسپورټونو د درجه بندۍ په پای کې راځي.