پاکستانی لیکوال او ژورنالست احمد رشید وايي سره له دې چې افغانستان او نورو هېوادونو د سولې او سیاسي حل لپاره یوه څرګنده لار نقشه جوړه کړې، خو د افغان سولې د خبرو بریا لا هم په دې پورې تړلې چې پاکستان د سولې خبرو ته د کېنولو لپاره پر طالب مشرانو فشار راوړي. رشید بي بي سي ته په یوه لیکنه کې ویلي د طالبانو د رژيم له نسکورېدو راهیسې د طالبانو ډېری مشران په پېښور او کوټه کې ژوند کوي. دی وايي که پاکستان پر طالبانو فشار را نه وړي، دغه کار په خپله د پاکستان لپاره هم ستر زیان لرلی شي.