په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته غرامت ورکول کېږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66139
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-26

د امریکا پوځ په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپيانو ته غرامت ورکوي. د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا پوځ ویلي چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به شپږ زره او هر ټپي ته به دری زره ډالر ورکړي. د سرچینې په وینا د روغتون ټولو کارکوونکو ته چې د برید پر مهال یې د بې پولې ډاکټرانو له روغتون سره کار کاوه یوه اندازه پیسې ورکړل شي. د تېر کال په سپټمبر میاشت کې امریکايي ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید وکړ او ۴۲ تنه یې په کې ووژل.