د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې لږ ترلږه ۳۰ کسان نور په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي چې ډېری يې ولسي وګړي دي. تراوسه نه ده روښانه چې دغه بريد چا کړی، خو د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د تېر کال له مارچ مياشتې راهیسې یمن کې پر حوثيانو هوايي بریدونه پيل کړي، چې اړوند ادارو د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان په کې وژل شوي دي.