د ایران په پارلماني ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي او منځلاري مخکښ ښکاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66143
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-27

په ایران کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، اصلاح غوښتونکي او منځلاري، چې له لویدیځو هیوادونو سره د مذاکراتو طرفدار دي، مخکې دي. دغه راز د ایران ولسمشر حسن روحاني او پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د خبرګانو د مجلس په ټاکنو کې تر نورو مخکې دي. د خبرګانو د مجلس دنده د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي پر کارونو څارنه ده او د دې صلاحیت لري چې نوی مذهبي مشر وټاکي. د پارلماني ټاکنو اخري پایلې به سبا اعلان شي، خو لومړني نتایج ښيي چې محافظه کاران وروسته شوي دي.