ملګري ملتونه: پاکستان دې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66145
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-27

ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي، چې په هغه هېواد کې د دوه نیم ملیونو افغانانو د کډوالۍ ستونزې حل کړي. ویل کیږي، چې پاکستان کې له مېشتو دوه نیم ملیونو افغان کډوالو نیمايي یې راجستر نه دي او هغوی چې راجستر شوي هم دي، په کارتونو کې یې د کډوالۍ موده د روان ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده. د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مرستیال جورج اوکوت اوبو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو برخلیک څرګند کړي. د ویلو ده، چې نړېوالو مرسته کوونکو یوازې د خېبر پښتونخوا حکومت سره افغان کډالو ته د ښه ژوند برابرولو په موخه تر ۳۰ ملیونو ډالرو ډېره مرسته کړې، خو هلته مېشت افغانان وخت نا وخته د پولیسو له نا سم چلند څخه شکایت کوي.