شنونکي وايي چې تر اوسه پورې د سولې په تړاو شوو خبرو نه یوازې له سولې او امن سره کومه مرسته نه ده کړې، بلکې لا یې وحشت زیات کړی دی چې وروستي بریدونه یې ښکاره مثال دی.
شنونکي وايي په هېواد کې د نا امنۍ ورستۍ څپه او د طالبانو یا نامعلومو وسله والو ډلو له لوري ورستي بریدونه له ځان سره د وحشت پیغام لري او دا په ډاګه کوي، چې لا هم ستر قدرتونه د سیمه ییزو هېوادو په مرسته په افغانستان کې د جګړې پلان لري او د سولې روانې هڅې رېښتنې نه دي.
عام افغانان هم ورستي ځانمرګي بریدونه او چاودنې له وحشت خپرولو پرته بل څه نه بولي او په وینا یې دا ډول کړنې اسلامي او افغاني ریښه نه لري، بلکې د بهرنیانو پروژه ده.
تېره ورځ په کونړ کې یوه ځانمرګي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون تر څلور پنځوس زیات ملکي وګړي ووژل چې مسوولیت یې چا نه دی اخیستی، خو شنونکي یې د پاکستان په اشاره ترسره شوی برید بولي. تر کونړ ورسته کابل هم د یوه ځانمرګي شاهد و چې په کې نهه ملکي وګړي ووژل شول، تېره ورځ بیا په کنړ کې پر یو کور د هاوان لګېدو په پېښه کې څو کوچنیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل وايي، پاکستان تل هڅه کړې د سولې د خبرو پر مهال ځان او طالبانو ته امتیازات تر لاسه کړي، چې په کونړ او کابل کې ورستي بریدونه هم همدې موخې ته د رسیدو هڅه ده.
امرخیل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په کونړ کې د لسګونه ملکي وګړو په نښه کول ښيي، چې د سولې روانې هڅې ریښتنې نه دي او پاکستان لا هم په کې خپلې موخې لټوي.
د ده په وینا طالبان هم خپلواک نه دي او پاکستان د هغوی یا نورو کړیو له لارې دغه ډول بریدونه ترسره کوي، تر څو په خلکو کې وحشت خپور کړي او افغانان یو بل ته دښمنان کړي او یا د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړي.
عام افغانان وايي، چې د ملکي وګړو په نښه کول د بهرنیانو پروژه ده چې نه په اسلام او نه هم افغانیت کې مخینه لري.
د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکې سعیدخان وايي: (( تاسو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ماشومانو او ښځو عکسونه وګورئ، چې په کنړ او کابل کې وژل شوي هلته به حس کړئ چې دا کار نه په اسلام کې شته او نه هم په افغانیت کې دا د بهرنیانو پروژه ده چې افغانان په یو او بل نوم وژني او په ځانګړو وختونو کې دغسې بریدونه زور اخلي.))
سیاسي شنونکي او د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، په کنړ کې په ځانمرګي برید کې په نښه شوی کس حاجي خانجان هغه کس وو چې په دانګام کې یې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ، هغه په سیمه کې یو زړور مجاهد وو چې پاکستان نه غوښتل ژوندی پاتې شي.
روحاني سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، هغه څه چې اوس طالبان کوي تر داعش هم زیات وحشت بلل کیږي، او دا چې طالبان افغاني رېښه لري نو دا به د سولې خبرې هم ستونزمنې کړي.
دی وايي، طالبان له لومړي سره د پاکستان له پلان سره سم روان وو؛ خو په ورستیو بریدونو سره دا ثابته شوه چې هغوی لا هم خپلواک نه دي او حکومت باید په دې برخه کې جدي و اوسي.
که څه هم پاکستان ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي شل سفرونه بې ګټې وو؛ خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره ولسمشر غني یو ځل بیا پر دې هېواد باور ورکړ او په بېلا بېلو برخو کې یې نوي تړونونه هم ورسره لاسلیک کړل.
د شنونکو په باور پر پاکستان باور کول به هیڅکله افغانستان ته سوله رانه ولي نو ځکه باید دغه هېواد تر نړیوال او سیمه اییز فشارلاندې راوستل شي تر څو په افغانستان کې له ثبات سره مرسته وکړي.