را پورنه وایي د عراق پلازمېنه بغداد کې د شيعه ګانو په ګن مېشتي صدر ښار کې چاودنې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس له مخې په دغه پېښه کې شاوخوا ۵۹ کسان ټپيان شوي هم دي. عراقي چارواکو په رسمي توګه په دغو بريدونو کې ۱۳ سرتېرو وژنه تایید کړې ده. د ترلاسه شويو راپورونو له مخې لومړی د دوو موټرو له امله چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو چاودنه شوې وه او وروسته د داعش ډلې او عراقي ځواکونو تر منځ ډزې هم شوې وې.