د روسيې د ډبرو سکرو يوه کان کې چاودنې د ژغورنې ډلې د پنځو غړو په ګډون ۳۶ کسان وژلي دي. دغه پېښه د روسيې په شمالي څنډه ورکوتا سيمه کې شوې او ويل کېږي څلور کان کېدونکي هغه مهال مړه شول چې د غازو له امله دوې چاودنې وشوې. د ژغورنې ډلې هڅه کوله چې بند پاتي ۲۶ کسان وژغوري چې بله چاودنه شوه او د ژغورنې ډلې پنځه کارکوونکي او يو کان کېندونکی په کې ووژل شول. له دې کبله د ژغورنې عملیات درول شوي وو، چې له امله يې پاتې کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پېښه د روسيې د کان کېندې په برخه کې يوه تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.