چارواکي وايي، د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو راکټ مرمۍ توغول شوي، چې له کبله يې يوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او د ښځو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي. د کنړ والي وحيدالله کليمزی وايي، ياد راکټونه پرون د غره له لوري د نامعلومه وسله والو لخوا توغول شوي دي. کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا راکټونه مخالفينو د مرورې ولسوالۍ د لرکلي او برکلي په سيمو کې د هستوګنو پر کورونو توغولي.