پاکستاني امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په نوشېره سیمه کې ۱۱ سوه کسان نیولي، چې یوازې ۶۰۰ یې افغانان دي. پاکستانۍ ورځپاڼې د نیوز انټرنشنل خبر ورکړی، چې دغه کسان د استخباراتو، پوځ او پولیسو د ګډو عملیاتو پر مهال پرون او وړمه ورځ نیول شوي دي. د سرچینې په وینا ۵۰۰ پاکستاني وګړي د بېلابېلو جرمونو او شک پر اساس نیول شوي، خو ۶۰۰ افغانان بیا په هغه هېواد کې د مېشتېدو د قانوني اسنادو نه لرلو په جرم نیول شوي دي. د نیوز زیاتوي، پولیسو ویلي، چې دغه عملیات یې د هغو افغانانو د نیولو په موخه ترسره کړي، چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ادارې له پاکستانه غوښتي وو، چې هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې حل او قانوني اسناد ورکړي.