په کندهار کي د هندوستان هيواد په مالي مرسته د کرکټ لوبي دپاره د نړيوال او معياري ميدان د جوړيدو چاري پيل سوې.
دا ميدان په څلويښت جريبه ځمکه کي د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د يوه کال په موده کي جوړيږي .
د کرکټ لوبي دپاره دا جوړيدونکی ميدان نړيوال دی او مالي لګښت يې يو ميليون امريکايي ډالره دی چي هندوستان يې ورکوي ، د ميدان د کار د پيل په مراسمو کي د کابيني غړو ، د کرکټ بورډ مشرتابه او د کندهار سيمه ايزو مسوولينو ګډون کړی وو .
د کرکټ بورډ مشر نصيب الله دانش خبريالانو ته وويل ، چي د ميدان جوړيده خورا معياري دي او ور سره تر څنګ به د کرکټ لوبي د لوبغاړو د روزني دپاره کرکټ اکاډمي هم وي .
د لوبغالي د کار د پيل دپاره تشريفاتي غونډه هم جوړه سوي وه ، د هند سفير د ورزش په برخه کي افغانانو ته د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ ، کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د هندوستان او افغانستان اړيکي تاريخي وبللې او زياته يې کړه چي هندوستان هر وخت او په هر ډول حالاتو کي د افغانستان لاسنيوی کړی دی .
د کرکټ لوبي پر دې ميدان د تيرو پنځو کلنو راهيسي ناندري رواني وي او مرکزي ادارو خنډونه جوړول ، چي بالاخره يې د منظورۍ چاري بشپړي او نن يې د بنسټ ډبره کيښودل سوه .