د چين لوی درستیز له افغان حکومت سره د هغه هېواد د پراختيايي او اقتصادي همکاريو پر ژمنو سربېره په نظامي برخو کې ۴۸۰ ملیونه چینايي ینه مرسته اعلان کړه. فان فین هوی چې پرون د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلى، دغه څرګندونې، له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ولسمشر غني له چين څخه غوښتي و، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې فان فین هوی له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل، چې، چين په افغانستان کې د سولې د ټينګښت، د اړيکو د پراختيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت هڅې ستايي او له افغان حکومت سره یې د خپل هېواد په استازيتوب د همکاريو ډاډ ورکړ. د جنرال فان فین هوی په خبره، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعيت د چين د اقتصادي کمربند لپاره حياتي ارزښت لري، خو ترهګري د چين د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوى تهديد دى، نو له دې امله چين د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې ټينګار کوي. ده زياته کړه، د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه بايد د افغانستان، تاجکستان، چين او پاکستان هېوادونو د څلور اړخيز چوکاټ له مخې ترسره شي.