راپورونه وايي، له عراق او سوریې سلګونه داعش وسله وال زابل او غزني ولایتونو ته راغلي دي. ددغو ولایتونو د ولایتی شورا غړي وایي، ډېری هغه داعشیان، چې په عراق او سوریه کې د پاکستان په ملاتړ جنګېدل، اوس د زابل په نوبهار، دایچوپان او میزان او د غزني په ګیلان او ناوې ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي. دوی د دغو وسله والو پر وړاندې د حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ بولي او وايي، دغه وسله وال له همدې ځایه راتلونکې پسرلنۍ جګړې ته تیاری نیسي. د ملي دفاع وزارت مسوولان په زابل او غزني کې د دغو ډلو کوچني فعالیتونه تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د ځپلو په موخه یې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.