طالبانو ته د سولې خبرو لپاره له افغان دولت پرته بل ادرس نشته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66155
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-29

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړى استازى وايي، طالبان د سولې خبرو لپاره د افغان دولت له ادرس پرته بله لار نه لري. ضمیر کابلوف دغه څرګندونې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو په ځانګړي ډول د نظامي، امنيتي او اقتصادي ودې د هوکړو د چوکاټ په هکله بحث وکړ. د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ويلي: "د روسيې دولت پيغام دادى چې د سولې د خبرو لپاره يواځينى ادرس د افغانستان دولت دى او طالبان له دې ادرس پرته بله لاره نه لري." د هغه په وينا، روسيه په سيمه کې د داعش حضور ته اندېښمنه ده او د ولسمشر پوتين په ګډون د روسيې مشران د داعش پر وړاندې د افغانستان د حکومت مبارزه ستايي.