د طالبانو يو پخوانى چارواکى د سولې په تړاو د حکومت هڅې نمايشي بولي. د طالبانو د جيش المسلمين ډلې پخوانی مشر سيداکبر اغا وايي، که څه هم د افغانستان ستونزه د خبرو اترو له لارې هوارېدى شي؛ خو حکومت تر دې دمه د جګړې پاى ته رسولو رښتونې هڅې نه دي کړي. اکبر اغا زیاته کړې، د څلور اړخيزو غونډو په نوم چې په دې وروستيو کې کومې ناستې کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې، نيمګړې وې، هوکړې يې خلکو نه پټې وې او د طالبانو استازو هم په کې برخه نه درلوده؛ نو ځکه دا غونډې هېواد کې د سولې په ټينګښت کې ګټورې نه شي ثابتېدای. سيداکبراغا چې د طالبانو واکمنۍ پرمهال د عدليې وزير هم و، وويل: "د سولې مذاکراتو برياليتوب لپاره بايد دواړه غاړې نرموالى وښيي او که حکومت ځينې مشروع غوښتنې ومني، د سولې خبرې به نتيجه ورکړي."