نظام يو وطن ته دومره اړين دی لکه خونې يا کوټې ته چې چټ اړين دی که څومره هم لوړ، کلک او پياوړي ديوالونه جوړ شي چې بام ونلري په ياده خونه کې ژوند خوندي نه دی، نو يو هیواد چې نظام ونلري، حکومت، دولت، وزارت او نورې ادارې پکې فعالې نه وي ، وګړي يي مسولانه او د وطن په مقابل کې خپل مسولیت ونه مني نو باور وکړی دلته د ژوند رنګ پيکه کيږي،که څه هم پنځه زره کلن تاريخ، غيرتي ولس او سرښندونکي ولسونه ولري بیا هم یاد هیواد زیانمنونکی دی.
افغانستان په ميړانه، سرښندونو او قربانيو کې په نړۍ کې سارۍ نلري له دې سره سره چې تر اوسه يي په سترو نړۍ والو جګړو او لوبو کې ونډه نه ده اخيستې خو تر ټولوډير زيانونه ورته کورنۍ نښتو او شخړو ور اړولي دي، يانې په دې مانا چې موږ لکه ونه تبر ته لاسی له ځانه ور اچولی دی.
نن له يو کس سره په موټر کې را کيناستم خبره په ټول پر قانون، اصولو، وطني مسولیتونو وه، ټولې سورلۍ يوازې يوه خبره کوله چې دا ټول کارونه باید حکومت وکړي په کابل ښار کې باید امنيتي کامرې ډيرې شي،نظم دې سم شي، کار دې اهل کار ته وسپارل شي، جديت او قاطعيت دې ډير شي، خو هيڅ يوه دا نه ويل چې تر دې مخکې د ولسونو يا ملت مسوليت څه دی.
که موږ په هر کور کې سل دانې کامرې ولګوو، دهرې دروازې مخې ته سل پولیسان ودروو او فرد فرد تر کلکې څارنې لاندې ونیسو تر هغه مو چې ايماني، وجداني او د وطني مينې کامرې نه وي روښانه شوي، تر هغه مو چې چلندونه مسولانه شوي نه وي نو دلته مصنوعي کامرې، پردۍ مرستې،پردي ځواکونه او يا د نورو پروژې او پروسې ولس ته سکون نه شي ورکولای.
منو چې حکومتونه باید ډير څه وکړي خو ولسونه يي بايد مرستندوی وي، سوله، آبادي،امنيت،ټيکاو،په پښو ولاړ او بسیا هیواد دا د حکومتونو نه بلکه د ولسونو کار دی په تیرو تاريخي پړاوونو کې موټي ته ورته افغانستان نه ملی اردو لرله نه هم پولیس يا امنيت خو د مکلفيت دوره، سرتيرو، ملکانو، قومي مخورو، سیمه ایزو مليشو چې هغه ورته اربکيان ويل کيدل ددې خاورې ساتنه کوله، تر ننه مو ساتنه مسولانه، دقيقه او له هر ډول سياسي، استخباراتي او اقتصادي زیان پرته وه، هر سړي په ډيره مينه دوه او درې کاله عسکري کوله، هغه وخت عسکري شرم نه بلکه وياړ او يو مسولیت وو.
نو موږ که څومره هم دلته د نظام پر ضد تبلیغات کوو، د نظام پر ضد منفي خبرو ته کش ورکوو په اصل کې وطن لرو، خاوره لرو، ارزښتونه او تاریخ لرو خو پاللو ته يي چت نلرو، پردی باد، خاورې،باران او يخني به زموږ ددې بې چته او بې بامه خونې سکون له منځه يوسي، او تر اوسه چې څومره هم موږ زیان کړی دی ددې ستر لامل ددې بام نشتون يا کمزوري کيدل دي.
راځۍ تر هر بريد، هر وحشت او هر منفي خبر وروسته په ډې فکر کې شو که همدا کار په ما يا تا چې ترې په امن يو وشي نو زموږ غبرګون به څه وي؟ که د بل غله ته سزا غواړو که چيرته همدا غلا زما او ستا زوی وکړي نو آيا دا جرأت لرو چې دی هم پولیسو ته په لاس ورکړو څو سزا و ويني؟ زه خو چې ګورم زموږ ستونزه له همدې ځايه سرچينه اخلي موږ خپل اته وينو خو د بل شپيته نه وينو که موږ د بل شپيته لیدای، خپل مسولیتونه مو پيژندی باور وکړی له دې باندې راغلی او ددې وطن په شاړو،میرو او شنو درو کې اوسنی شته دښمن قدم هم نشوای اخیستی ځکه ددې وطن غرنی او دره اي جوړښت په خبل وار سره دښمن ته سخت ګذار دی که زه يي له يوې درې ښار ته را ونه رسوم باور وکړی چې راشي مرګ به يي په هغه دره کې او قبر يي د وحشي ژيو او مرغانو ګيډه وي.
موږ نن سبا په داسې يو حالت کې يو چې شونې ده زموږ ناغيړي او يو ډول د دښمن په ګټه لاشعوري تبليغ موږ نور هم د تباهۍ کندې ته ور ټيل وهي، نن سبا خو وينو چې د اسلام په نوم را پورته شوي طالب بالاخره پر خپل ملګري هم وسله را اړولې يو بل واجب القتل او د پردي جاسوس بولي نو نور د اسلام او جهاد په نوم پيل شوې طالباني اجنډا هم وروستۍ شوې، ددې بې خونده پيل شوي داستان پای هم په بې خوندۍ پای ته رسيږي ځکه چې پيل يي هم ملت ته تباهي وو او پای به يي هم تباهي وي، خو که ددې پروژې سياسي لیکوالان او پروډيوسران لږ هم فکر وکړي نو شونې ده بې خونده پيل په يو خوندور، مسولانه او وجداني پای سره پای ته ورسوي خو دا بیا هم وجداني ويښتابه او مسولانه چلند غواړي راځئ دا چلند وکړو ځکه د شخصې ګټې قرباني کولای شي زموږ ملي ګټې تامين کړي او کله چې ملي ګټې تامين شوې نو شخصي او فردي ګټې په هر ځای کې تامينيدای شي.