د تیرې پنجشنې ورځې سفر مې د لغمان تر مرکز، مهترلام ښاره و. د خپلوانو کور ته د یوې ناروغې پوښتنې ته تللی وم.
ناروغې تازه د لغمان په صحت عامه کې د اپنډیکس عملیات کړی و. پوښتنه مې ترې وکړه، ښه وه. خو نارامه وه. خپل درد ترې هیر و، خو د بل چا درد ځوروله. ویل یې: عملیات ته یې په وینو ککړه نجلۍ راوسته. نجلۍ چیغې وهلې، ټول واټ یې په سر اخیستی و. ورته ویل مې حوصله وکړه، خدای به دې ښه کړي، دومره ټپي نه یې. هغې دا ځل په زوره چیغه وکړه او په ژړا یې ویل: زه مې ځان ته خپه نه یم. زه یې بې موره کړم. کلي کې جنګ و. کور کې مو هاوان ولګیده، مور مې ځای په ځای شوه، وه خدایه بې موره شوم!...
دا نجلۍ د الینګار ولسوالۍ له منګو څخه راغلې وه، منګو سیمه د ولسوالۍ له بازاره شاوخوا پنځه کیلومتره واټن لري، یو وخت به پکې د اخترونو په ورځ میلې کیدې. ډله ډله خلک به ور روان و. د نورو ځایونو میلې به ختمې شوې، خو دلته به جاري وې. د منګو میلو نوم درلود، خو اوس ترې جنازې وځي. اوس پکې اورونه بل دي او اوس پکې نجونې بې موره کیږي.
د ټپي نجلۍ خیالي څیره مې همداسې په ذهن کې ګرځیده، خپله مور را یاد شوه. خو زما مور په خپل مرګ وفات شوې وه. د دې نجلۍ پر مظلومیت مې اوښکې تویه کړې.
شیبه وروسته بل چا خبره راواخیسته، خبره یې په یوه پوښتنه پیل کړه: خبر شوئ!؟ او بیا یې خپله ځواب ته ستونی صاف کړ:
څه موده وړاندې زموږ کلي کې وسلوالو یو موټر ودراوه. موټر کې یو ځوان له خپلې میرمنې او دوه بچیانو سره ناست و. دا ماشومان په مهترلام ښار کې په کومه دیني مدرسه کې وو. مدرسې ته یې روان کړي وو. وسلوالو ځوان ښکته کړ. ځوان محلي پولیس و. بې وسلې پولیس وډار شو، خپلې میرمنې او ماشومانو ته یې وکتل. میرمنې چیغې کړې، ماشومانو چیغې کړې خو چیغو زړونه نرم نکړل. چیغو انساني عواطف را بیداره نکړل، چیغو افغاني غیرت راویښ نکړ. ځوان په اوار سړک له ورخطايي منډې کړې، خو مرمې پرې ونښتې. میرمنې لیدل چې خپل دنګ خاوند یې پر ملا را قات شو او ماشومانو لیدل چې خپل پلار یې پړمخې پر سړک ولوید. وینو د سړک تور مخ سور کړ. شیبه وروسته یو خاوند او یو پلار په جسد بدل شو. وسلوال لاړل . ماشومان او میرمن له همدې جسد سره بیرته کور ته وګرځیدل.
نکلچي ته مې زړه تنګ شو. هغه راته لوی دروغجن ښکاره شو. ما ته خپل کلی معلوم دی. زموږ د کلي خلک داسې نه وو. ښه مې یادیږي:
ماشوم به له چاقو سره چرګ راوویسته، تر ډیره به د کلي مخکې ولاړ و، هر چاته به یې د چرګ د حلالولو ویل، خو ډیری کسانو به ویل، زړه مې ریږدي، نه یې شم حلالولی، بل چا ته ووایه! اخر به کوم یو پیدا شو، شا به یې واړوله، چاقو به یې تیره کړ او ویل به یې : چاقو باید چرګ ونه ویني، وبال دی!
ښه مې یاد دي، کوم دښمندار به خپل دښمن ته په کمین کې و. خو ماشې ته به یې ګوته نه ورتله. ویل به یې دښمن سره یې ښځه وه، دا بزدلي ده، دا زموږ فرهنګ نه دی چې پر داسې چا ګوزار وکړو چې ښځه ورسره وي.
نه، دا زموږ خلک نه دي. زموږ خلک داسې نه وو.
یو بل کیسه پیل کړه: معلم صیب یې وویشته. ښونځي ته روان و. لاره کې جګړه و. د جګړې دواړه غاړه مسلمانان وو. دواړه غاړه افغانان وو. د یوې کلمې ورونه وو. خو چا پکې د دښمنۍ کرښه راکاږلې وه. یو پر بل یې مرګوني ګوزارونه کول. مرمۍ د معلم په ګیډه کې ننوته ځای پر ځای يې وغورځاوه. اوس سورۍ ګیډه بستر دی.
هغه معلم چې اولادونه یې په ګیډه ماړه نه وو. هغه معلم چې یوه ورځ ورته کوم شاګرد ویلي و: معلم صیب! تل دې همدا کالي پر تن وي. هغه په عاجزۍ ویلي و: بله جوړه نوي کالي نلرم!
ناستو کسانو کې یو بل کیسې ته راوړاندې شو. خو نور مې سر ګرځیده، نور مې ستونی ډک و. نږدې و منځ مجلس کې لکه ماشوم چیغه کړم. ځان مې کابو کړ همداسې په سرو سترګو را روان شوم.
ټوله لاره ویریدم. هره نجلۍ چې به مې ولیده، ما ویل که ټپي ده او مور یې چا وژلې.
هر څوک چې به مې د سړک په سر مخې ته راغی، ما ویل که موټر به ودروي او د خپلو ماشومانو مخکې به مې وولي.
هر څوک چې به مې لاره کې ولیده، ما ویل که کوم ښوونکی دی او چا ویشتلی
او...
د کب ۶مه، ۹۴
(سرخط ورځپاڼه – د کب ۱۰مه)