تلم تلم ګورم، مستري د اردو پتلون اغوستی، ورته ځير شوم وې څه دي ما وې یا به مې سترګې کار نه کوي یا اعصاب، وې له دواړو خلاص یې.
تلم تلم، کتل مې اتلس پولیس د یوه کور په یوه دروازه کې پیره ولاړ و ورته ځیر شوم، وې بد بد مه ګوره د خپل واک خو نه یو.
تلم تلم ګورم چې خلک غونډ دي څوک بې وسلې څوک وسله په لاس، لنډکروز وو، ډاډسنې وې ورکتل مې غټ پټ سپي په جنګ، سره ورغلي وو چې د وړاندې ورتلو هڅه مې وکړه، وسله والو وې سترګې لرې که نه تر وزیر او وکیل صاحب وړاندې کیږي؟
تلم تلم، یوه ډېر لوکس ځای ته ورسیدم لک خوب چې وینم، ګورم زما مشر زما له قاتل سره پټې خبرې کوي، وډار شوم ما وې خینو ما وژني مګر هغوی د ټول ولس زندۍ ته پړي راوړي وو.
تلم تلم، یو ځای سخت جموجوش وو، ما وې ځه خپل خلک دي څه به کوي، خو دوی نور هیڅ نه کول یوازې خپلو ته یې پټکې کولې وې غره ته خیژو وویرېدم ما وې دا څه اورم خو له غره غږ وشو وې غر ریزف دی- لږ مې زړه ارام شو.
تلم تلم، ډله خلکو بیرغونه پورته کړي او ها هو یې جوړه کړې وه چې ور ورسیدم یوه به ویل (ښار!!! ) نورو به پسې بدرګه کړه (پاک وساتئ!!) (ښار!!!) (پاک وساتئ!!) ګورم همدوی سګرټ څکوي، نصوار کوي او ډبي پلاستیکونه پر لاره غورځوي، ما وې دا نو څه مانا، چې وایئ یو څه کوئ بل څه؟ وې موږ خو ځانو ته نه وایو نورو ته وایو!!
تلم تلم ماښام شو ښار تیاره وو، ما وې برق ولې نشته، وې هغه چا بوولی چې د برق بیل نه ورکوي، لوړ ځای ته وختم ریښتیا هم واړه کورونه تیاره او بنګلې روښانه وې.
تلم تلم، ماشومانو لوبې کولې خوشاله شوم ما وې ځه دلته خو لږ د موسکا څرک شته، ګورم ماشومان د پاکستان په پلاستیکي ټوپکو د جنګ او ځانمرګیو لوبې کوي، ما وې هلکانو څه کوئ!؟ وې موږ خو نه دي راوړي لویو هوښیارانو را ته راوړي.
تلم تلم لمانځه ته جومات ته وګرځېدم، ملاصاحب ماشومانو ته د لینونو وصل کولو لکچر ورکاوه، ما وې د جومات برق خراب دی؟ وې د تا یې څه، ما وې څه نه زه لمونځ کوم، ملا وې وزه جاسوسه!!
تلم تلم، ګورم چې خلک منډې او چیغې وهي وايي هلی غل ونیسئ، یو ځل ټول ودریدل وې غل چېرې، غل نه ښکارېده ما وې په تاسو کې به وي؟ وې هی توبه ګناکار شوې موږ خو ټول ولیان یو.
تلم تلم هلته لیرې ګرمه مشاعره او شاعران د زلفو په تارونو کلک نښتي وو ، وړاندې سړي اور اخیستی و ما وې هلۍ سړي اور اخیستی وې دا د شاعر کار نه دی، که زلفو اور اخیستی وي ووایه چې په شعر یې ګل کړو.
تلم تلم، په جګړه واوښتم سخت درزو غرپ و عسکر لږ وسله وال ډېر وو، د چورلکې غږ شو ماوې ځه را ورسیده اوس به سیمه ارامه شي یوه پوځي را ته کړل دې کې وکیل صاحب خپل کلي کور ته روان دی، ما وې نه یې منم الوتکه نظامي ده. بیګا خبر و، وې وکیل معظم له خپلو موکلینو سره وکتل په حکومت یې ښې ګرمې پټکې وکړې، بیا یې په چورلکه ترپال را کش کړ وې تر څو چې بیرته ځم باید همدلته ولاړه وي.
نور مې ویل دلته ګوزاره نه کیږي بل ښار ته به ولاړ شم خو هغو ښاریانو ویل زموږ ښار د سمو خلکو لپاره دی ته نشې راتلای!! ما وې موږ به نو ښه سم شو؟!