ولس مشر د «شورای نظار» په لوموکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66173
انجنیر سید عبدالقادر
دخبریدو نیټه : 2016-03-01

  ولس مشره ؛ تاسو حق نه لری چه داسی دولتی ټاکنی ترسره کړی ،چه دهغوی په عملی کولو سره ملت توهین ،هیلی یی په ناهیلو بدلی اوشورای نظاراوتنظیمی غله موپه خوښ  کړی وی ۰
تاسو ولس ته دخپل تبلیغاتی کمپاین پروخت  ویلی وه، چه رایه راکړی ،چه خدمت وکړم، که ولس مشر سم دکادرونو په ټاکنوکی به مسلکی زده کړی،تجربه او پاکوالی په نظر کی   ونیسم، څه سولی ستاسو  هغه وعدی چه د ملت سره موکړی وی ؟ستاسو اداری خودیوه مسلکی شخص هضم هم ونه کړای سوای چه وی لری ۰ معلومه سول چه تاسو هم دکرزی په څیر پر جهادی غلو اوښکاره قاتیلینو  تکیه  کوی،که داسی نه وی نو ولس ته هغه لومي  رسوا کړی ، چه ستاسو  دکاردپرمخ تګ مانع ګرځی،چه ولس دهمکارۍ لاسونه درکړی ۰ کرزی خو لا د«شور ا ی نظار »سره دشراکت اړیکی لرلی او ساتلی ، دکرزی څخه ولس هم  دکوم خدمت هیله نه درلود له۰
برعکس تاسو خو بیا جهادی غلو ته په داسی حال کی دولس دارادی څخه لیری دتسلیمی لاسونه پورته کړل ،چه  دهغوی سره کوم شراکت هم نه  لری۰ولس ستاسو څخه دخپلو رایو په بدل کی دنوروغوښتنو ترڅنګ دپاکو اومسلکی کادرونوټاکنی غواړی ،ولی تاسو څه وکړل ، دټولټاکنو دپایلو داعلان سره جوخت تاسودداخله وزارت څخه  مسلکی  باتجربه شخص لیری  اوپه عوض کی مو بیسواده د نرسنګ د تقلبی اسنادو لرونکی غل دشورای نظار په مشوره  ،په  داسی حال کی چه په سوانح یی  ټول ملت پوره خبردی ،  دداخله چارو پروزارت باندی وټاکی
۰ ایا په دې کارسره دی ټول رایه ورکونکی توهین اوناخوښه نه کړل؟  باید وویل سی چه افغان متعهد روشنفکران اودولس لویه برخه دسیمی اولیسانی تعصب کلتورنه پیژنی، و لی وبل چاته هم دا حق نه ور کوی چه  دوطن دیوی سیمی اوبانډ غله اوقاتیلین دی دپاکوملی کټوته  متعهدوروشنفکرانو پرځای دوطن واک ترلاسه او  د ولس برخه لیک دی  په خپلو ناپاکو تنظیمی لاسونو کی  ونیسی،او د وحشت ناکی «شورای نظار» ترقوماندی لاندی دی دژوندشپې اوورزی تیری کړی ۰
 ددې پرځای چه تاسو ددې جنایت کارو کړیو دپاره یوه خاصه محکمه دولس دهیلو سره سمه جوړی کړی وای، تاسو یوپر بل پسی دوزارتونو په رآس کی  ټاکی ۰لږ څه دولس ددې درینیمولسیرو تحمیلی جګړو قربانیو ته ددرناوی له پاره په قانونی توګه ددې قاتیلینو اوغلو لاسونه ددولتی واک څخه لیری کړه ،چه ولس دارامۍ تنفس وکړی ۰
په ورستۍ برخه باید ووایم چه ولس ستاسو څخه په ډیره احترامانه توګه غوښتنه کوی چه پرټاکنو باندی دسره غور اودولس دهیلوسره سم چلند وکړی،ځکه رایی هم معلومی اوقانونی ولس مشر یی ۰ وطن دمسلکی پاکوکادرونو څخه ډک دی،ولی دایی باید ګناه و نه بلل سی چه هغوی دآی اس آی تررهبری لاندی جنایات نه دی ترسره کړی او دملت د ښتمنيو په   چور کولو کی یی سهم نه دی اخستی ،اویا دپنجشیر دولسوالۍ اوشورای نظار غړی نه دی ۰ په داسی حال کی چه د ښاغلی علومی  په یاداښت کی چه تاسو ته یی سپا رلی اودرسنیو دلاری خپور سوی  دی ،تنها دیوه کال په جریان کی یی په قراردادونو کی«یو مبلیارډاوڅلورسوه اوه میلیونه » افغاننۍ صرفه جویی کړی ده چه  دنورو مسلکی فعالیتونوتر څنګ یی دوه «میلیارډه» لیټره تیل هم صرفه جویی کړی دی،چه دشورای نظار ددی چور په حاکمیت کی دتصور څخه لیری کاربلل کیدلایسی ۰لاندی انځورونه تاسو دبیلګۍ په توګه وګوری چه د«شور ا ی نظار» کوم جنرال   لوړ مسلکی تحصیل لری،لمړي دوه ا نځورونه دکورنیو چارو دنوی وزیر دی،دولس دپاره په ريښتېنه توګه ډیردتوهین ځای دی ۰ په داسی حال کی چه اوس مهال ټولو خپله رتبۍ د سترجنرالۍ پراوږو باندی ایښی دی،چه اصلآ دقانون له مخی تقلبی رتبی اودتقلبی سوانح جوړول هم یوښکاره جرم بلل سوی دی،
 ومن الله توفیق