د افغانستان په اړه سیمه ايزه اجماع ستره لاسته راوړنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66189
عصمت الله افغان
دخبریدو نیټه : 2016-03-02


 په وروستیو څو ورځو کې د ډيرو زورورو هیوادونو پوځي مشران په بیلابیلو سفرونوکې افغانستان ته راغلل د دوی دا سفرونه افغان ولس ته ځکه هيلې له ځان سره لري چې نور افغانستان د نړۍ لپاره يو هیر شوی هیواد نه بلکه داسې يو هیواد بلل کيږي چې ژغورل يي د نړۍ د ژغورلو او سکون زیری له ځان سره لري.
په نړۍ کې دوه ډوله قدرتونه موږ لرو چې يوه ته يي (Soft power) او بل ته يي (Hard power) وايي تر دې هارډ پاور څخه سافټ پارو هیوادونه ډير دي، هندوستان، ایران، چين او په وروستیو کې روسيه يي ښې بيلګې دي خو امريکاي، بريټانيا، فرانسه په تیرو ۱۵ کلونو کې تل هارډ پاور پاتې شوي دي دوی تل لاس په کار شوي دي يانې امریکا افغانستان او عراق ته راغله، فرانسه د افريقا په دښتو کې نښتې کوي او بريټانيا هم ور سره وي.
د شته حکومت په تیرو اتلسو مياشتو کې تر ټولو غټ کار دا وشو چې يو لوري ته ځينې حقايق را برسيره شول او بل لوري ته ځينې سافټ پاور هیوادونه لکه هندوستان او چين هم په دې پوی شول چې سیمه ایزه اجماع اړينه او په افغانستان کې سوله او پوځي بساينه يو مهم شرط دی.
د ملاعمر د درې کاله مخکې مرګ افشا کيدل د شته حکومت بله هغه ستره لاسته راوړنه وه چې باالاخره يي د طالبانو واحد او د اسلامي ايډيالوژۍ پر مټ د يوې مصنوعې فتوا او جنت د پاکستاني ټکټ په زور يي د افغانستان ورانونکې ډله په څو ډلو او څو ډلې بيا په څو ډلو و ويشل شوې او لکه د ګور چنجي په يو بل اخته شول.
په استخباراتي علم کې دا ډول جګړه چې سړه يي بولي دښمن ته تر فزيکي جګړې ډير سخت ګذار دی، حامدکزي ۱۴ کاله د سولې کچکول شل وارې پاکستان ته ور ووړ او را يي ووړ خلکو ته به د کرزي خبرې ډيرې په زړه پورې وې خو په نړۍ کې يي زړونو ته لاره نشوای کولای له همدې امله وو چې امريکې افغانستان ته شاه کړه، ناټو زړه توری شو، پاکستان زړور شو او درې کاله کونړ، خوست، پکتيکا، ننګرهار او د نورستان ځينې غرنۍ سيمې تر سختو راکټي بريدونو لاندې وې، کرزی تل تشريفاتي ته او بیرته به راته کله به دومره خوږ شو چې حد يي نه وو کله به دومره له کرکې ډک شو چې يوې نيابتې جګړې ته به يي سم دم موکه برابره کړه او دلته به هندوستان او پآکستان د يو بل په مقابل کې ودريدل.
نوي افغان حکومت په وړ سياست سره دا ټکر له منځه له يو وړ، پاکستان ته يي خپل ځای او هندوستان ته يي خپل ځای ورکړ، يانې افغانستان د لومړي ځل لپاره ارزښتونه خپله وټاکل ،همداسې د هندي هليکوپترو ورکړه، د حسن نيت په خاطر پاکستان ته د پنځه سرتیرو لیږد، له ایران سره ښې اړيکې، له چین سره په وار وار ليدنې او د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د سولې په خبرو کې له امريکې سره يو ځای دې هیواد ته د ونډې ورکړه يي هغه لاسته راوړنې وې چې په تیرو ۱۴ کلونو کې يي موږ څرک نه وو لیدلی بل لوري ته د امريکې سره ښې اړيکې او بیرته يي د تیرو اړیکو احيا او د تیر حکومت د عاطفي اړيکو پر ځای د ريښتونو او وړ اړيکو بیرته پيآوړي کول هم د هیريدو نه دي، منو ستونزې به وي، کمۍ او کاستۍ به وي خو راځئ د وطن حالات هم و ارزوو که نن موږ د پراخو بدلونونو او سمونو خيالي خبرې کوو راځئ دا هم و وايو که چيرته سل په سلو بدلون ته ځو نو زموږ حالت به څه ډول وي، آيا د ټاکنیزو ناندریو پر مهال مو په کابل کې وسله وال ببر سري، په شمالي کې د وسلو ويش او د وسلو زیرمتونونه او رسنیز خبرداري هیر دي.
خو دلته يو شی لا هم کمزوری دی هغه دا چې ځينې خبرې ولسي پراخ ملاتړ له ځان سره لري که چیرته ولس سوله غواړي، ولس ته امنيت مهم وي، ولس ته سوکالي لومړيتوب لري نو ولس ته په کار دي لاس په کار شي، که چیرته زه او ته خپل بچيان کنترول کړو، له مخالفت څخه يي لاس په سر کړو د اسلام په نوم يي نور د پاکستان، ایران او.... له غلامۍ او ورور وژنې را تاو کړو نو دلته عملا سولې ته کار له ولس سره هم اړيکې لري.
راځئ په دې فکر وکړو چې موږ به څه کوو؟ ملت په نورو هیوادونو کې خپل هیواد ته څه خدمتونه کولای شي؟ په نوره دنيا کې په حکومت کې د خلکو ونډه څه ده؟ دا پوښتنې که موږ له نړۍ والو منل شويو ولسي اومليتي معيارونو سره سمې ځواب کړو نو کولای شو په ډيرو پټو او ښکاره خبرو مو سرونه خلاص شي.