لا په کلونو ورځی پاتی وې، چي د ایران ځواکمن مذهبي لارښود، آیت الله علی خامنه ای به نه یوازې په بهرنی کچه د امریکا او انګلیس له احتمالی لاسوهنو اندیښنه ښودله او ورسره یی تکرارًا د مبارزې خبر ورکولو، بلکی د دې ترڅنګ یې په کورنی کچه هم د یوشمیر سرو کرښو په پام کې نیول له لسګونو ملاحظاتوسره د انقلاب د ښیرازی او بقا په موخه اړین ګڼل او حتّا تردی چی دده د خوښې او د انقلاب د بقا د ټیم ځانګړتیاوې یې هم روښانه کړلی، لکه داچی باید با هویته، مومنو، انقلابی او د استکبار ضد څیرو ته رایه ورکړل شی، او څوک چی د دې مواصفاتو په نښه شوی اشخاصو ته رایه ورنه کړی هغوی عینی فرض پریښي او د حرام فعل مرتکب شوي دی، هغه چي موخه یې اصلاح طلبان او اعتدالیون د اکبر هاشمی رفسنجانی او خاتمی پر مشری ډله دی.
داځکه خامنه ای هیله لرله ترڅو د ایران په تک قطبی مذهبی افکارو ولاړ ولایت فقیه نظام تر ټولو بلاصلاحیته او مهمم څوکۍ یعنی د رهبری مقام چی د پوهانو یا (خبرګانو) شورا له لوری ټاکل کیږی، له ځانه وروسته داسی چاته په میراث پریږدی، کوم څوک چی د اصول پالنی په لیدلوری ولاړ خیالات چی د ایرانی انقلاب تیورسنانو د شیعی هلال او منطقوی هژمونیسټ کیدو په موخه له سعودی، ترکیه او یوشمیر نورو سره د لویه قومی او مذهبی ایران په خیال ایښی ولو، ورته دوام ورکړی.
مګر د خامنه ای ټاکنیزي فتواوې، د سپاه پاسدرانو د تحدید څخه ډک نطقونه او د انقلاب ساتنی په مذهبی ایرانی پالنی ولاړ تبلیغات د دې خنډ نه شول ترڅو د ایرانی ملت هغه رایی چی په ۱۳۸۸ کښې د فتنی په تهمت و رنګول شوې، او ګټونکی ډله پرې د زندان او کورنی بند تر تورو پنجرو پوری لاړل، داځل دی بی ارزښته کړای شی، بلکه دوی عملًا د پوهانو یا (خبرګانو) شورا چی یو حساس او ځانګړی ځایګي به د راتلونکی ایرانی مذهبی لارښود په ټاکلو کښی لری او همدارنګه د اسلامی شورا مجلس چی ولسی جرګه یی هم بللی شو، په خپل پراخ ګډون سره چي د انقلاب په تاریخ کښی د معتبرو سرچینو پر بنسټ بی ساری بلل شوی، په برخی اخیستنی سره یو ریښتنی سباون خلق کړل، کوم چی له یوې خوا یی کورنی دښمن استبداد ته چی د دوست او خواخوږی په جامه کښی پټ و، غاښ ماتونکی ځواب ورکړل، بل لورته یی په ټاکنیزو بهیرونو د اعتماد او خپلی رای او نظریاتو د څرګندولو له لاری دا ثابته کړه چی د دوی اصلی دندی او الهی (ج) اړین بشری سنت او په ټوله کښی ولسی مصلحت دادی چی ددی پرځای چی ایرانی واکیالان او په ځانګړی ډول مذهبی لارښود ورته په نږدې خارج یعنی اسلامی هیوادونو کښی د دښمنی تارونه کاږی او غواړی په لوی لاس ځانته د سیاسی انزوا او هویتی بیلتون کندې وکاږی او ځان د هغوی پر وجود کښې په یوه غیری معقوله ډیپلوماسۍ محدود کړی، غوره دادی چی د خلکو حقیقی مطالبات او غوښتنې چی د نن او راتلونکی ښې سبا لپاره اړینی دی کار وکړی کوم څه پټ او خفه کړای شوي پیغامونه چی پر همدغه ټولپوښتنی ته ورته دوه ګونو ټاکنیز بهیر کښی د اکثریت د رای په وسیله معلوم شول، او هغه لکه په کورنی کچه داقتصادی فرصتونه رامنځته کول، د مذهبی، قومی او نژادی توپیرونو چی په ښکاره د یولسمې تر اتلسمې پیړۍ پوری د اروپا ( قرون ظلام) ته یی حالت ورته دی او یا لکه د هند بودایی ټولنه په تطبقاتی انحطاط ویشلې شوي دی اصلاحات راوستل شی، او هغه تر ستم لاندی اکثریت ته د ټولنیزو او سیاسی، مذهبی آزادیګانو لکه اهل سنت والجماعت د فعالیت برابرې زمینې رامنځته شی، کوم چی د صفَوی له وخته یی په وړاندی دسیسې کښلي کیږی او د ایران انقلاب د بانی روح الله خمینی د ارمانونو په خلاف ورسره د دښمن، دویم او دریم درجه وګړی په څیر چلند کیږی، له نورو زیات شمیر اقتصادی ناخوالو او کړکیچونو سره د پای ټکی کیښودل شی.
دوی وتوانیدل له ۳۷ کالو ټاکنو تجربه کولو وروسته یو ځل بیا په دغه تاریخی پړاو کښی د بد اخلاقه غلط او نامشروع واک ته د رای په وسیله سره د (نه) له سولیزې اسټراتژی د یوې حربې په ډول کار واخلی او یو داسی برخلیک ټاکونکی بدلون ته د انتقال تګلوری ترسیم کړای شیئ، د کوم سباون څرک ته چی د تکړه، پوخ او لرلیدونکی سیاستوال اکبر هاشمی رفسنجانی او ګډ سیاسی جوړښت اصلاح غوښتونکی او اعتدالیونو په واک ته رسیدو سره یی خیالی حقیقت تر یو ځای محقق کیدای شی.
او هغه د مبارکی پیغام چی د سپاه پاسدرانو له لوری چی د خلکو ګډون یی دشمن ته غاښ ماتونکی ځواب بللی وو، او تر ټولو د پام وړ داچی د ولس لبیک یی له علی خامنه ای سره دخلکو نه شلیدونکی بیعت ښودلی، او له خلکو یې د با هویته، مومنو، انقلابی او د استکبار ضد څیرو ټاکلو له امله مبارکی ویلی دی، مګر د ټاکنو وروستیو پایلو په ځانګړی ډول د خامنه ای ملاتړی سیاسی ډلګۍ د فکر وړ ماتې چی حتّا مشهورې سیاسی او انقلابی څیری له اصول پالو لکه غلام علی حداد چی د رهبر د اینګور پلار هم دی، دا ډول مصباح یزدی د خبرګانو د شورا مشر، دا ډول جنتی او ډیر داسی نور په ښکاره دا نه شلیدونکی بیعت ادعا تر پوښتنې او چلینج سره مخ کوی، او ښیی چی دا یو بې خونده بیعت دی، نه ایډیال او د خامنه ای په هیلو ولاړ بیعت.
په درنښت